نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن په هلمند ولایت کي دکرهڼي او اوبو لګولو ریاست له لوري مرکز او ولسوالیو ته ده تېر پسرلي هغه نیالګي چي د یاد ریاست له لوري روزل سوي وه د وېش لړۍ پیل سوه. په لښکرګاه ښار کي دانار باغ مسؤل زلمي همکار دباخترخبري آژانس د خبریال عزت الله حقاني سره دخبرو پرمهال […]
نن په هلمند ولایت کي دکرهڼي او اوبو لګولو ریاست له لوري مرکز او ولسوالیو ته ده تېر پسرلي هغه نیالګي چي د یاد ریاست له لوري روزل سوي وه د وېش لړۍ پیل سوه.
په لښکرګاه ښار کي دانار باغ مسؤل زلمي همکار دباخترخبري آژانس د خبریال عزت الله حقاني سره دخبرو پرمهال وویل چي سږکال موږ دنورو کلونو په پرتله زیات نیالګي روزلي.
نوموړي زیاته کړه چي موږ په دغه باغ کي ۲۲ ډوله نیالګي بزګرانو ته اماده کړي دي چي دولتي ځایونو ته به په وړیا ډول او بزګرانو ته به په نیم قیمت ورکړل سي.
ښاغلي همکار باختر آژانس ته زیاته کړه چي سږکال موږ په دغه باغ کي( ۲۳۲۶۸۲) میوه لرونکي اوغیري مېوه لرونکي نیالګي روزلي چي له دې جملې څخه مو ۱۰۰۰۰ نیالګي دهلمند ښاروالۍ ته په واک کي ورکړي او په مجموع کي ۲۹۰۰۰ نیالګي به ولسوالیو ته ورکړل سي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.