په نیمروز کې  شانداره  مشاعره ترسره شوه

    زرنج ـ د رجب ۲مه ـ د سلواغې ۱۵ مه   د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، نن د مبارکې جمعې ورځ، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې په زرنج ښار کې پراخه مشاعره د سلګونو ښاریانو په ګډون جوړه سوه.   یاده مشاعره د قاري عبدالحمید شریفي […]

 

 

زرنج ـ د رجب ۲مه ـ د سلواغې ۱۵ مه

 

د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، نن د مبارکې جمعې ورځ، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې په زرنج ښار کې پراخه مشاعره د سلګونو ښاریانو په ګډون جوړه سوه.

 

یاده مشاعره د قاري عبدالحمید شریفي لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو تلاوت سره پیل سوه.

 

او وروسته د هلمند نه راغلي میلمه، مفتي حکمت الله راغب د اسلامي مقدساتو پراساس د اشعارو په تړاو هر اړخیزي خبري وکړي، د مشاعرې ځانګړي میلمانه د افغانستان ا.ا پېژندل سوې څېره، خوږ ترنم ویونکی او حماسی نعت خوانانو هر یو الحاج ملا فقیرمحمد دوریش، مولوي حکمت الله حکیمي او مولوي عبدالعزیز عزیزي په خپلو حماسیو آوازونو کښې ښکلي ترنمونه د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.

 

ورپسې د مشاعرې په جریان کې قاري ریحان الله آخندزاده، عبدالبصیر خاشرودی، اسدالله انس، مولوي حبیب الرحمن صمیم او مولوي محمد حنیف مظهري هم په زړه پوري شعرونه، نعتونه او ترنمونه راغلو ګډونوالو ته وړاندي کړل.

 

د غونډي په وروستیو کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتي حبیب الله الهام د درنو مېلمنو د راتګ څخه د مننې ترڅنګ د ورته  نورو مشاعرو د جوړولو ډاډ ورکړ او مشاعره د دُعا په ویلو سره پایته ورسېد.