په نیمروز ولایت کې د مهاجرینو عالي کمېسیون په فعالیت پیل وکړ

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو د عالي کمېسیون په چوکاټ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله “نوري” په مشرۍ د نيمروز ولايت له مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره سوه. ‏په ياده ناسته کې د نيمروز ولایت والي، ملا نجیب‌الله “رفیع”، د […]

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو د عالي کمېسیون په چوکاټ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله “نوري” په مشرۍ د نيمروز ولايت له مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره سوه.

‏په ياده ناسته کې د نيمروز ولایت والي، ملا نجیب‌الله “رفیع”، د عالي کمېسیون د دارالإنشاء رئیس او مرستیال، د مهاجرینو چارو، عامې روغتیا، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د سرې میاشتې عمومي ریاست استازو او د ولایتي اداراتو رئیسانو ګډون درلود.

په ناسته کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو او د هغوی د ترتیب، تنظیم او انتقال تر څنګ پرېکړه وسوه، چې د یاد ولایت د والي تر سرپرستي لاندې به د را ستنېدونکو مهاجرینو لپاره ګمارل سوې کمېټه خپل فعالیت پیلوي.