په نیمروز ولایت کې د روغتیايي همغږۍ غونډه ترسره سوه

  زرنج، ۱۹رجب/ ۲کب د باختر آژانس د خبر له مخې: د نيمروز د عامې روغتيا رياست د همغږۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د همدې ولایت د عامې روغتيا رئیس ملا  عبدالرحمن “عبدالله ” او د نيمروز د همدې ریاست معاون حافظ مطيع الله “منيب” د امنيتي نهادونو او موسساتو د استازو په شتون […]

 

زرنج، ۱۹رجب/ ۲کب

د باختر آژانس د خبر له مخې: د نيمروز د عامې روغتيا رياست د همغږۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د همدې ولایت د عامې روغتيا رئیس ملا  عبدالرحمن “عبدالله ” او د نيمروز د همدې ریاست معاون حافظ مطيع الله “منيب” د امنيتي نهادونو او موسساتو د استازو په شتون کې؛ ترسره سوه.

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه او ورپسې د عامي روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن “عبدالله” وویل:  د همغږۍ غونډه د ښو اړیکو د ټېنګښت، په روغتیايې برخه کې د خلاوو د ډکولو او همدارنګه د قوي او کمزورو ټکو د را برسیره کولو لپاره اړینه ده.

همداراز د عامې روغتیا مرستيال حافظ مطيع الله “منيب” د زرنج د ولایتي روغتون د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د خلکو  شکايتونو وړاندې کړل او وروسته يې مسوولينو ته د حل او رسیدګۍ په موخه اړیني لارښوونې وکړې.
.
وروسته د CHA مؤسسې د روغتيايي څانګې مسؤول ډاکټر مقتدر “يوسفزي” د ياد مؤسسې روغتيايي فعاليتونه بيان کړل او وه يې ويل: په زرنج روغتون کې د پام وړ بدلونونه رامنځته سوي دي، خو د ناروغانو شمېر زيات او امکانات مو کم دي.

دکوویډ ۱۹ روغتون مشر ډاکټر فریدون “حمیدي” وویل، چې د دغه روغتون اساسي ننګونه د مخکني قرار داد لغوه کېدل دي او اوس روغتون د غټي ستونزي سره دی.
ښاغلي حمیدي پر مؤسساتو  غږ وکړ، چې د روغتون د کارکوونکو لپاره د ټرانسپورټ او خوراکي توکو تمویل وکړي.

د نيمروز د عامې روغتيا رياست د HIMS مسؤول عبدالودود “ذکي” هم د يادې ادارې موخې  او د زرنج ښار او ولسواليو د روغتونونو د څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او وه يې ويل، چې په روغتونونو کې د ځينو امکاناتو او درملو نشتون یې، مهمي ستونزي وي.

په پای کې د عامې روغتیا ریاست د کرونا مسؤول خپل  راپور وړاندې کړ، او وه یې ویل، چې د کرونا ۱۶۴۴۹ معاینات ترسره سوي، چې ۴۴۳۶ مثبت ۱۲۱۳ منفي ۳۹۶۷ کسان روغ سوي او ۱۰۳ تنو ژوند دلاسه ورکړي دي، د کرونا له وخته تر اوسه ثبت سوي دي.