په نیمروز ولایت کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

زرنج، د څلورمې خور ۲۴ مه / د سلواغلي د میاشتي ۷ مه   په نیمروز ولایت کې د روغتیايي څانګي د رضاکارانو نړیواله ورځ، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا ولمانځل سوه.   دغه لمانځغونډه، چې د عامي روغتیا د ریاست د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د یادې اداري  رئیس […]

زرنج، د څلورمې خور ۲۴ مه / د سلواغلي د میاشتي ۷ مه

 

په نیمروز ولایت کې د روغتیايي څانګي د رضاکارانو نړیواله ورځ، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا ولمانځل سوه.

 

دغه لمانځغونډه، چې د عامي روغتیا د ریاست د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د یادې اداري  رئیس عبدالرحمن “عبدالله” او مرستیال حافظ مطیع الله “منیب” ، د CHA موسسې غړو او د روغتیایی څانګي رضاکارانو ګډون کړی وو.

 

لمانځغونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونه په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د نیمروز د عامې روغتیا مرستیال، حافظ مطیع الله “منیب” د روغتیايي څانګې رضاکارانو ته یې د نړیوالې ورځې مبارکۍ وړاندي کړه، او د دوي کړنې یی ټولنې ته د خدمت رسونې په برخه کې وستایلې، او همدارنګه یې د ژوند په ټولو چارو کې یی ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

 

په دې غونډه کې د CHA موسسې  مسؤل  په خپل وار سره وینا  وکړه او د عامې روغتیا له مسؤلینو  څخه یي  رضاکارانو  ته د پاملرنې په موخه مننه وکړه.

 

په پایه کې د روغتیا د څانګي  رضاکارانو ته د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست، لخواه ستاینلیکونه ورکړل سوه.