نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د څلورمې خور ۲۷ مه / د سلواغي د میاشتي ۱۰ مه د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور پراساس، نن په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه د پټۍ په پریکولو سره رسمأ ګټي اخېستني ته وسپارل سوه. په جوړه سوي غونډې کې د نیمروز والي، ملا نجیب الله […]
زرنج، د څلورمې خور ۲۷ مه / د سلواغي د میاشتي ۱۰ مه
د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور پراساس، نن په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه د پټۍ په پریکولو سره رسمأ ګټي اخېستني ته وسپارل سوه.
په جوړه سوي غونډې کې د نیمروز والي، ملا نجیب الله رفیع د دې ولایت د عامي روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن عبدالله او مرستیال حافظ مطیع الله منیب او یو شمېر ډاګټرانو هم ګډون درلود.
ملا عبدالرحمن عبدالله د خبرو پرمهال وویل، داچې په دې ولایت کې د ګازو ستونزې موجودې وي او د ګازو د نشتون له امله یو شمېر ناروغان د سختیو سره مخامخ وه، د دې وروسته به د اکسیجن ستونزي نه وي.
وروسته د نیمروز والي، ملا نجیب الله رفیع د مبارکۍ او مننې ترڅنګ وویل، د ورته دستګاو ګټه اخېستنه ولس ته آسانتیاوي رامنځته کوي او روغتیایي خدمات په سهې بڼه وړاندي کیږي.
ښاغلي رفیع زیاته کړه، چې دا دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ د اکسیجن ډبي تولیدوي ورته دستګاه کولایي سي د دې ولایت ستونزي حل کړي.
همدارنګه د نورفارما د شرکت مسؤول انجنیر احمد شاه، وویل: دا دستګاه د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د کوردید موسسې له لوري تمویل کیدی او کولاي سي په څلوریښت ساعتونو کې ۱۲۰ د ګازو ۴۰ کیلوي ډبي تولید کړي، د انجینر احمد شاه په خبره، دا دستګاه ۹۵ سلنه اتومات کار کوي او یو کال هم ګرنټي لري.
د اکسجین د تولید د دستګاه خونه د پنځو میاشتو په ترڅ کې جوړه سوه او نن رسمأ د ټولو امکاناتو سره د دې ولایت عامي روغتیا ته وسپارل سوه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.