په نیمروز ولایت، کې د ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستي لړۍ پیل سوه

  زرنج، د څلورمې خور ۱۷ مه / د مرغومي میاشتي ۳۰مه د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور پراساس، د نیمروز ولایت، د طبعی پېښو په وړاندي د مبارزي ریاست له لوري د وروستیو وچکالیو او سیلاب ځپلو او بي ځای سویو کورنیو سره، چې مخکي د دې ریاست لخوا سروي سوي وي د ولایت […]

 

زرنج، د څلورمې خور ۱۷ مه / د مرغومي میاشتي ۳۰مه

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور پراساس، د نیمروز ولایت، د طبعی پېښو په وړاندي د مبارزي ریاست له لوري د وروستیو وچکالیو او سیلاب ځپلو او بي ځای سویو کورنیو سره، چې مخکي د دې ریاست لخوا سروي سوي وي د ولایت مقام د دفتر د رئیس ملا محمد حق بشیر او د کډوالو او بیاراستنیدونکو چارو د استازي په شتون کې د مرستي لړۍ یې نن پیل سوه.

د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزي رئیس مولوی محمدقاسم “محمد”  رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل،
۱۵۰۰ کورنۍ، چې مخکي یې د سروي کارونه سوي وي نن یې د مرستو لړۍ پیل سوه.

ښاغلي محمد همدارنګه وویل، نن هرې کورنۍ ته یو پارسل ۵۰ کیلوي غنم، یو بوتل ۳ لیټري غوړي او دوه کیلو بوره،  ۲۰۰ کورنیو ته ورکول سوې او پاته کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې ورکول سي.