په نيمروز ولايت کې لس تنه د نشه يي توکو پلور په تور ونيول شول

  د دریمې خور ۲۵ مه/ د مرغومي ۹ مه د باختر خبری آژانس د راپور له مخې، نن پنچ شنبه په زرنج ښار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري، لس تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول. د نيمروز ولايت د مخدره توکو پر […]

 

د دریمې خور ۲۵ مه/ د مرغومي ۹ مه

د باختر خبری آژانس د راپور له مخې، نن پنچ شنبه په زرنج ښار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري، لس تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول.

د نيمروز ولايت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا جمعه خان عثماني وايي: لس تنه يې په زرنج ښار کې د مواد توکو د پلورلو په تور نيولي دي.

تر لاسه شوو مخدره توکو کښې شیشه، هیروین، اومه چرس، پاخه شوي چرس، تریاک او نشه اي ګولۍ شاملې دي.