په نوزاد ولسوالۍ کې ۶۰۰ شپږسوه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته  وشوه

دهلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او سرپرستۍ او د I R C آی،آر،سي مؤسیسې په مالي لګښت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ سوه ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه دهلمند د کډوالو چارو ریاست سرپرست رئیس محترم انقیادي مولوي صاحب وویل چې د هري کورنۍ سره د ۲۶۰۰۰ افغانیو […]

دهلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او سرپرستۍ او د I R C آی،آر،سي مؤسیسې په مالي لګښت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ سوه ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

دهلمند د کډوالو چارو ریاست سرپرست رئیس محترم انقیادي مولوي صاحب وویل چې د هري کورنۍ سره د ۲۶۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته د هغه سروې پر بنسټ ترسره شوه چې څه موده وړاندي د ولایت مقام دهدایت سره سم د نوزاد د ولسوال، او استخباراتو د مسئول سره په همږغۍ ترسره شوې وه.

دیادوني وړ ده چې د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د مختلفو موسساتو په مالي لګښت د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې نور وارونه هم ورته مرستي ترسره سوي دي ،او په آینده کې به هم دغه لړۍ دوام ولري.

نېټه:/۱۴۴۳/۵/۴/ هـ ق