په نوزاد ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه:

  نن د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د هرمز په سیمه کي د مدرسه محمدیه له لوري قاریانو، حافظانو او د لویي دورې فارغینو ته د فراغت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه. ددغه مدرسې څخه ۱۲۰ تنه د دیني زده کړو څخه فارغ سوه چي له […]

 

نن د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د هرمز په سیمه کي د مدرسه محمدیه له لوري قاریانو، حافظانو او د لویي دورې فارغینو ته د فراغت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه.

ددغه مدرسې څخه ۱۲۰ تنه د دیني زده کړو څخه فارغ سوه چي له جملې یې ۴۵ تنه د قرائت او حفظ او ۷۵ تنه د لویي دورې فاضلان وه.
په دغه جلسه کي زیات شمېر دیني عالمانو، د مدرسې طالبانو، مجاهدینو، نعت ویوونکو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو.

جلسه دقرانکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته څو تنه دیني عالمانو پخپل وار سره ویناوي وکړې، دوی په خپلو ویناوو کي فارغ سوو فاضلانو ته د فراغت مبارکۍ وویلې او ددوی څخه یې غوښتنه وکړل چي پخپل ترلاسه سوي علم عمل وکړي، د ټولني وګړي د خپلو اخلاقو تر تاثیر لاندي راولي ترڅو نور خلګ هم دې ته وهڅول سي چي خپل اولادونه مدرسو ته ولېږي.

د جلسې په وروستیو کي فارغ سوو کسانو ته د مدرسې د ادارې له لوري د فراغت سندونه ورکړل سوه.
جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۲ هـ ق