نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تیزني په سیمه کي د ام الجهاد مدرسې له لوري ددیني زده کړو څخه د فاضلانو او قاریانو صاحبانو د فراغت په مناسبت جلسه جوړه سوه. په دغه پړاو کي ۱۲ کسان د لویي دورې څخه او ۸ کسان د حفظ څخه فارغ سوه. په […]
تېره ورځ د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تیزني په سیمه کي د ام الجهاد مدرسې له لوري ددیني زده کړو څخه د فاضلانو او قاریانو صاحبانو د فراغت په مناسبت جلسه جوړه سوه. په دغه پړاو کي ۱۲ کسان د لویي دورې څخه او ۸ کسان د حفظ څخه فارغ سوه.
په دغه جلسه کي، د نوزاد ولسوالۍ مجاهدینو، مسؤلینو، علماء کرامو او عامو وګړو ګډون درلود.
جلسه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته دیني عالمانو پخپل نوبت سره فارغینو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ددیني علم د اهمیت او ارزښتونو اړوند ارزښتناکي ویناوي وکړې او فارغینو ته یې ګڼي ارزښت لرونکي سپارښتني وکړې.
د یاد پروګرام په وروستیو فارغینو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د زده کړو د بشپړېدو سندونه د مدرسې د ادارې له لوري ورکړل سوه. جلسه په اختتامیه دوعاء سره پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.