نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د هزاراسپ په سیمه کي د دیني زده کړو څخه د فاضلانو او قاریانو صاحبانو د فراغت په مناسبت جلسه جوړه سوه. په دغه پړاو کي ۴ کسان د لویي دورې څخه او ۵ کسان د قرانکریم د تجوید او قرائت څخه فارغ سوه. په دغه جلسه […]
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د هزاراسپ په سیمه کي د دیني زده کړو څخه د فاضلانو او قاریانو صاحبانو د فراغت په مناسبت جلسه جوړه سوه.
په دغه پړاو کي ۴ کسان د لویي دورې څخه او ۵ کسان د قرانکریم د تجوید او قرائت څخه فارغ سوه.
په دغه جلسه کي، د ناوې ولسوالۍ مجاهدینو، مسؤلینو، علماء کرامو، د لیري پرتو سیمو مسؤلینو او عامو وګړو ګډون درلود.
جلسه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته دیني عالمانو پخپل نوبت سره فارغینو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ددیني علم د اهمیت او ارزښتونو اړوند ارزښتناکي ویناوي وکړې او فارغینو ته یې ګڼي ارزښت لرونکي سپارښتني وکړې.
همداراز د جلسې په جریان کي د ترانه ویوونکو لخوا خوندوري جهادي ترانې هم زمزمه کېدلې چي د برخه والو لخوا د تشویق سره مخ سوې.
د یاد پروګرام په وروستیو فارغینو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د زده کړو د بشپړېدو سندونه د مدرسې د ادارې له لوري ورکړل سوه.
جلسه په اختتامیه دوعاء سره پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.