نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا چي د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د نظارت په موخه دغه ولسواليو ته د نظارت په موخه يو ګډ باصلاحيته پلاوی استول سوی وو او د ولسواليو د نظارت ترڅنګ دوی ته سپارښتنه سوې وه چي په هري ولسوالۍ کي د ديني عالمانو په واسطه د مجاهدينو د اصلاح او […]
دا چي د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د نظارت په موخه دغه ولسواليو ته د نظارت په موخه يو ګډ باصلاحيته پلاوی استول سوی وو او د ولسواليو د نظارت ترڅنګ دوی ته سپارښتنه سوې وه چي په هري ولسوالۍ کي د ديني عالمانو په واسطه د مجاهدينو د اصلاح او روزني په موخه دوی ته درې ورځني سيمينارونه جوړ کړي نو په همدې اساس تېره ورځ په موسی کلا ولسوالۍ کي د مجاهدينو د اصلاح په موخه جوړ سوی درې ورځنی سيمينار پای ورسېد.
ددغه سيمينار لومړی ورځ د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي جامع جومات کي پيل سوې وه د سيمينار په شروع کي ددغه ولسوالۍ د مجاهدينو او مسؤلينو ترڅنګ د يادي ولسوالۍ امنيه قومندان نافیظ حاجي مولوي صاحب، د موسی قلعه ولسوالۍ ولسوال حاجي فضلي صاحب، د حوضو مسؤلینو، شیخانو، علماء کرامو او د یادي ولسوالۍ اوسیدنکو ګډون کړی وو دغه سیمینار چي د امر بالمعروف له لوری جوړ سوی وو د غونډی پیل يې د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې محتسیب حاجي مولوی محمد لعل صاحب مجاهدینو ته د نیت د اصلاح او د صورت او سیرت پرشریعت برابرولو اړوند سپارښتني وسوې، همداراز حاجی فضلي صاحب او مدیر رفیع الله مولوی صاحب هم د سيمينار ګډونوالو ته ګڼي ويناوي وکړې.
د سيمينار په دوهمه ورځ هم په سيمينار کي ګڼو مجاهدينو، مسؤلينو، عوامو او علماء کرامو ګډون درولود د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو تر تلاوت وروسته شیخ مولوي زین الله صاحب د بیت المال د حفاظت اړوند مجاهدينو ته سپارښتني وکړې، همداراز د غونډي د نورو ويناوالو لخوا مجاهدينو ته د ولس سره د ښه چلند په اړه سپارښتني وسوې، د غونډي په وروستيو کي د صفونو د تصفيې کميسيون لايحه د غونډي ګډونوالو ته تشريح سوه.
د سيمينار د وروستۍ ورځي غونډه هم د معمول سره سم د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت پيل سوه، ورپسې مولوي عبدالحنان صاحب د مجاهدينو د مسؤليتونو اړوند دوی ته وينا وکړه او همداراز يې د غونډي ګډونوالو ته د امربالمعروف لايحه بيان کړه، د غوندي په وروستيو کي د حاجي فضلي صاحب او مدیر رفیع الله مولوي صاحب لخوا مجاهدينو ته ارزښتناکي ويناوي وسوې.
ياد سيمينار په دعائيه وينا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.