نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت د انحصاراتو ادارې له خوا د هلمند د موسی قلعه په ولسوالۍ کې نهه پایې د تېلو پمپونه د تېلو د خراب کیفیت او لېټر د کموالي په خاطر بند سوه. دیادي ادارې مسئول محترم عابد صاحب وویل چې د دوی تر څار او نظارت وروسته ورته جوته سوه چې د درې […]
دهلمند ولایت د انحصاراتو ادارې له خوا د هلمند د موسی قلعه په ولسوالۍ کې نهه پایې د تېلو پمپونه د تېلو د خراب کیفیت او لېټر د کموالي په خاطر بند سوه.
دیادي ادارې مسئول محترم عابد صاحب وویل چې د دوی تر څار او نظارت وروسته ورته جوته سوه چې د درې پمپونو د تېلو کیفیت ناسم او د شپږ نورو لېټر کم دی. نو په همدې اساس یاد پمپونه وتړل سوه.
دیادوني وړ ده چې د هلمند د انحصاراتو ادارې څه موده وړاندي د تېلو د پمپونو د څار او نظارت کمپاین شروع کړی دی ، چې پر بنسټ یې تر دامهاله په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر د تېلو پمپونه تړل سوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري. د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخي باید د تېلو کیفیت سم او لېټر پوره وي ترڅو د هېواد په بازارونو کې د درغلۍ مخه ونیول سوي.
نېټه:/۱۴۴۳/۵/۴/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.