نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵/صفر ۲ نن په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت د کابينې غړو، رياست الوزرا د مرستيالانو او مجاهدینو په شتون کې، له انګلیس څخه د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. د مراسمو په پيل کې د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد […]
الاماره: ۱۴۴۵/صفر ۲
نن په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت د کابينې غړو، رياست الوزرا د مرستيالانو او مجاهدینو په شتون کې، له انګلیس څخه د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د مراسمو په پيل کې د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د هېواد خپلواکۍ د مبارکۍ تر څنګ وويل: «موږ د خپلو نيکونو او پلرونو په دې وياړلې ورځ جشن نيسو، چې د دوې څخه په ميراث پاتې بچيانو يې هم تيره ورځ د نړۍ لوی زبرځواک، امريکا او ناټو مات کړل.»
دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د کابينې غړو او د رياست الوزرا مرستيالانو د خپلواکۍ په ویونکو ويناوو سره، په خپلو ويناوو کې د نړۍ د درې زبرځواکو په وړاندې د مبارزې او نورو اشغالګرو ته عبرت د درس په توګه يادونه وکړه.
په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث والتفسير اميرالمؤمنين مولوي هيبت الله «آخندزاده» حفظه الله، د مبارکۍ پيغام حاضرینو ته واورول شو.
په اخير کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين «فطرت» سره د خپلواکۍ څلي ته ولاړل او د بانډو کنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې يې په ياد څلي د ګلو ګيډۍ کېښوده. لهدې سره سم د ملي دفاع وزارت الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.