نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)اسلامي امارت د افغانستان په باب د سیمهییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې پر سولهییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي. همداراز د ناستې د ټولو ګډونوالو له لوري د بیارغونې په برخه کې له افغانانو سره د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)اسلامي امارت د افغانستان په باب د سیمهییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې پر سولهییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي.
همداراز د ناستې د ټولو ګډونوالو له لوري د بیارغونې په برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره د هڅو د لا ګړندیتوب پر اړتیا ټینګار د مننې وړ دی.
د بهرنيو چارو وزارت باور لري، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات يو له بل سره تړلي دي. له دې امله اسلامي امارت، د يوه مسؤول حکومت په توګه، د سيمې هېوادونو ته خپله ژمنه تکراروي چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د سيمې د ثبات پرخلاف اقدام وکړي او په دې موخه مو واردمخه د فتنهګرو ډلو او مخدره توکو د کښت او قاچاق پرخلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
غواړو روښانه کړو چې اسلامي امارت، لکه څنګه چې يې د تېر شل کلن اشغال پرخلاف، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات ته مستقيم ګواښ و مبارزه وکړه، د يوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله کوم هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړ کړي. دغه ډول د سيمې له نورو هېوادونو هم په ټينګه هيله لري چې خپله خاوره او فضاء د افغانستان پرخلاف د نورو هېوادونو په واک کې ور نه کړي.
ا. ا. باور لري چې د سيمې امنيت، ثبات او اقتصادي ښېرازي د سيمې د ټولو هیوادونو شريک مسؤوليت دی او بايد په مشترک ډول اقدامات وشي. په دې اساس، د سيمې د يوه مهم هېواد په توګه، په دغه ډول ناستو کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون کولای شي دغه ناستې لا جامع او مؤثرې کړي.
افغان حکومت یو ځل بیا له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو، اقتصادي پرمختګ او ډاډمن امنیت په ګډون په ټولو برخو کې لا پرمختګونو او سمون ته خپله ژمنتيا په ډاګه کوي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.