نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل د ښاروالي د مسؤلینو په خبره د قلات د ښاروال مولوي لطف الله ” لطیفي” په ځانګړي هدایت سره په ښار کې د هغو خوراکي توکو او اوړو د پېر/ پلور(خرڅ او اخستني) مخه ونیول شوه، کوم چې به د خیریه بنسټونو او موسیساتو له لوري پر یو شمېر اړمنو کسانو وېشل […]
د زابل د ښاروالي د مسؤلینو په خبره د قلات د ښاروال مولوي لطف الله ” لطیفي” په ځانګړي هدایت سره په ښار کې د هغو خوراکي توکو او اوړو د پېر/ پلور(خرڅ او اخستني) مخه ونیول شوه، کوم چې به د خیریه بنسټونو او موسیساتو له لوري پر یو شمېر اړمنو کسانو وېشل کېدل.
دوي وایي همدغو کسانو له لوري بیرته په ښار کې پر هټیوالو/ دوکاندارنو باندي پلورل کېدل ، د قلات ښاروال ښاغلي ( لطیفي) له ټولو هغو کسانو څخه جدي غوښتنه وکړه چې یاد توکي د اړمن په نوم لاس ته راوړي او بیرته یې پلوري چې له یاد کار څخه دي ډډه وکړي، نوموړي همدارنګه ټولو هټیوالو او دوکاندارنو ته هم جدي سپارښتنه کوي چې د یادو اجناسو له اخستلو څخه دي لاس واخلي. د ښاغلي لطیفي په قول که هر اړمن کس / یا دوکاندار په یاده چاره باندي له دې وروسته ونیول شو، د اړمن نوم به د تل لپاره د اړمنو له برخي څخه بې برخي او د هټیوالو/ دوکاندار دوکان به د یوې میاشتي لپاره مهر او لاک همدارنګه یاد توکي به ضبط کیږي.
د یادوني وړ ده چې د نن وېشل سویو اوړو څه اندازه د قلات ښاروالي له لوري راټوله او ضبط شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.