په مارجې ولسوالۍ کي یو تن د شخصي دښمنۍ له امله وژل سوی:

  تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ددښت په حوزه کي يو کس دشخصي دښمنۍ له امله وژل سوي دي. وژل سوی کس باچا ولد محمد داؤد نومیږي اصلي د ارزګان ولایت دچهارچينو اوسيدونکی وو. نوموړی د مارجې ولسوالۍ ددښت په حوزه کي د چاپيانو په ساحه کي خپل د عمه د […]

 

تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ددښت په حوزه کي يو کس دشخصي دښمنۍ له امله وژل سوي دي.

وژل سوی کس باچا ولد محمد داؤد نومیږي اصلي د ارزګان ولایت دچهارچينو اوسيدونکی وو.

نوموړی د مارجې ولسوالۍ ددښت په حوزه کي د چاپيانو په ساحه کي خپل د عمه د زوی محمد قاسم کورته راغلی وو چي د شپې پر ۲ بجې په مرمۍ ویشتل سوی.
د وژل سوي کس د عمه زوی وایي چي باچا خپل د کاکا د زامنو سره شخصي دښمني لرله.

د یادوني وړ ده چي د امنیتي مسؤلینو له لوري د قاتلینو د نیولو لپاره جدي هڅي رواني دي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۵ هـ ق