نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند دعامي روغتیا ریاست اته ۸ ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي په عام محضر کي په داسي حال کي وسوځول چي داستخباراتو، ښاروالۍ، او چاپیریال ساتني ادارو استازو هم ګډون درلودی. دعامي روغتيا ریاست مرستیال دادمحمد محمدي صاحب وایي داخوراکي توکي او درمل دعامي روغتیا ریاست دبرسۍ تیم لخوا راټول […]
دهلمند دعامي روغتیا ریاست اته ۸ ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي په عام محضر کي په داسي حال کي وسوځول چي داستخباراتو، ښاروالۍ، او چاپیریال ساتني ادارو استازو هم ګډون درلودی.
دعامي روغتيا ریاست مرستیال دادمحمد محمدي صاحب وایي داخوراکي توکي او درمل دعامي روغتیا ریاست دبرسۍ تیم لخوا راټول سوي وه چي عملا وسوځول سوه.
ښاغلی محمدي وايي تردې وروسته به ځانګړي کمیسیون دمرکز ترڅنګ په ولسوالیو کي هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي
نوموړی وایي اداره يې دبې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو په دومداره توګه راټولولو لپاره کار کوي.
د ده په وینا چي په سوځول شویو موادو کي درمل اوخوراکي توکو کې تر ډېره حده مشروبات شامل وه.
د عامي روغتیا ریاست وايي ټول درمل پلورونکي مکلف دي چي درمل په ښه حرارت لرونکي پلورنځیو کي وساتي.
مسئولین وايي چي دناقانونه درملو دپلور مخنیوی به هم په جدی توګه وکړي.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۲۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.