په لښکرګاه کي د پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) نوي نیالګیو د روزلو لړۍ پیل شوه

ورځ: یک شنبه د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا صاحب په هلو ځلو او د بشري قواوو د انکشاف اداره (HRDA) همکاره موسیسې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي لګښت سره د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کښې د پنځه سوه زره […]

ورځ: یک شنبه
د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا صاحب په هلو ځلو او د بشري قواوو د انکشاف اداره (HRDA) همکاره موسیسې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي لګښت سره د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کښې د پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰)  میوه لرونکې او بې میوي نیالګیو د روزلو لړۍ پیل شوه.

د هلمند ولایت د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبعی منابعو د آمریت مسلکې کارمندانو او ده بشري قواوو د انکشاف ادره (HRDA) موسېسې د مسؤلینو لخوا دلښکرګاه د درېیمي حوزې د بولان په ساحه کښې د نوي قورېې د احداث او د بولان د ځنګل د تخریب شویو نیالګیو له منځه وړل او د نوي نیالګیوو لپاره د ځمکې اماده کولو لړۍ نن رسمآ پیل شوه.

د (HRDA) موسیسې د مسؤلینو په وینا چې د دي پروژي د عملي کولو تر څنګ یې شاوخوا ۳۰۰ تنو غریبو کسانو ته د کار زمېنه مساعده کړي ده ، او زیاته یې کړه چي یاد ۳۰۰ تنه کارګران یې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کښې د بولان د نوي قوريې د جوړولو تر څنګ د بولان د ځنګل د تخریب شویو نیالګیو پر ځای د نوي نیالګیو کښینولو او د ځنګل د ټولو لښتیو د پاکولو او بیا ترمیم په خاطر د شپږو میاشتو لپاره استخدام کړي دي.

د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سید جلال الدین آغا د (HRDA) موسیسې د مسؤلینو سره په کتنه کې د یادې موسیسې د مسؤلینو دا ډول هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دا ډول پروژو د تطبیق کولو لړۍ دي تر ولسوالیو هم ورسوي تر څو د ولسوالیو غریبو اوسیدونکو ته هم د کار زمېنه مساعده شې.

بلخوا د (HRDA) موسیسې مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل چي په پلان کې لري تر څو په سنګین، او کجکې ولسوالیو کښې هم دا ډول پروژه په دې نږدې ورځو کې پیل کړي.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۶ هــ ق