نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن جمعه د ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ نېټه، په فراه ولایت کې پېژندل شوی (مشهور) غل او انسان تښتونکی (سید ستون)، چې د ملي امنیت ریاست، په بندخونه کې تر کنټرول، څارنې او څیړنې لاندې و، د یادې بندخونې له څار (نظارت) خونې څخه د تیښتې پر مهال، د ملي امنیت ریاست ته نږدې په ۳ کیلو مترۍ […]
نن جمعه د ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ نېټه، په فراه ولایت کې پېژندل شوی (مشهور) غل او انسان تښتونکی (سید ستون)، چې د ملي امنیت ریاست، په بندخونه کې تر کنټرول، څارنې او څیړنې لاندې و، د یادې بندخونې له څار (نظارت) خونې څخه د تیښتې پر مهال، د ملي امنیت ریاست ته نږدې په ۳ کیلو مترۍ کې د امنیتي ساتونکو له خوا ووژل شو.
په افغانستان، ایران او پاکستان هیوادونو کې په جنایي جرمونو، غلاوو، انسان تښتونو او نورو ناوړو کړنو پېژندل شوی (سیدستون د رفیع الله زوی)، فراه ولایت، خاکسفېد ولسوالۍ، د اسلام اباد کلي اوسېدونکی، څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې له یوې جرمي او غیر قانوني کړنې څخه وروسته، د دې ولایت خاکسفید ولسوالۍ ته راغلی و، چې د ا.ا.ا د زړورو امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو، له نیونې څخه وروسته د کنټرول، څارنې او څیړنې په موخه د ملي امنیت بندخونې ته راوړل شو.
د یادونې وړ ده، چې یاد غل او انسان تښتونکی په جمهوریت کې هم د یادو کړنو په تور نیول شوی، چې له وروستیو بدلونونو سره سم، له بندخونې څخه بیا ازاد او پرته له کومې ناستې څخه یې خپلو ناوړو کړنوته دوام ورکړل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.