په فراه ولایت کې له عریضه لیکونکو څخه د جواز د ورکړې په موخه ‌‌‌‌‌‌ازموینه واخېستل شوه!

د فراه ولایت په عدلیې ریاست کې له عریضه لیکونکو څخه ازموینه د درې کسیزې کمېټې پواسطه واخېستل شوه، چې ګڼو جواز غوښتونکو پکې ګډون کړی وو.   عدلیې ریاست، رئیس ښاغلي مولوي سردارمحمد “مرصاد” د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د ازموینې لپاره ټولو ته یو ‌‌‌‌‌‌ډول اسانتیاوي چمتو او په ټولو معیارونو […]

د فراه ولایت په عدلیې ریاست کې له عریضه لیکونکو څخه ازموینه د درې کسیزې کمېټې پواسطه واخېستل شوه، چې ګڼو جواز غوښتونکو پکې ګډون کړی وو.

 

عدلیې ریاست، رئیس ښاغلي مولوي سردارمحمد “مرصاد” د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د ازموینې لپاره ټولو ته یو ‌‌‌‌‌‌ډول اسانتیاوي چمتو او په ټولو معیارونو برابر عریضه لیکونکي تشخیص او جواز لپاره عدلیې ریاست ته ور وپيژني.

 

عدلیې ریاست رئیس له جواز غوښتونکو هم وغوښتل، چې د عریضو لیکلو لپاره باید د ښه لیک ترڅنګ د هرې برخې قوانینو، مقرریو او طرزالعملونو څخه اګاهي ولري، ده زیاته کړه، چې د عریضه لیکنې لپاره

قانوني جوازونه هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې په ازموینه کې بریا ترلاسه کړي، تېر جوازونه ترې ټول تمديدېږي او د جواز د نشتون په صورت کې مو بیا جرم خپل دی.

د ازموینې ګډونوالو کسانو هم ډاډ ورکړل، چې ستاسو هر ډول لارښوونو ته ژمن یو.