په فراه ولایت کې له عامه کتابتون او تاریخي اثارو څخه، د دې ولایت د ګڼو زده کونکو لیدنه وکړه.

  فراه ولایت د تیمورشاهي عالي لیسې ګڼو ځوانو زده کونکو، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتون او په دي ریاست کې له تاریخي شته اثارو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس ښاغلي قاري عبدالغفار “بدرالدین”، فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد […]

 

فراه ولایت د تیمورشاهي عالي لیسې ګڼو ځوانو زده کونکو، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتون او په دي ریاست کې له تاریخي شته اثارو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس ښاغلي قاري عبدالغفار “بدرالدین”، فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، د تاریخي آبداتو مدیر نعمت الله “اسماعیل زاده”، تیمور شاهي عالي لیسې مدیر ښاغلي مجتبی “نوري”، یو تن ښونکي زلمي او ګڼو زده کونکو ګډون درلود.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس اودملی راډیوتلویزیون امر ښاغلي قاري عبدالغفار “بدرالدین” په دي ولایت کې روان فرهنګي کارونه ګټور او اغېزمن وبلل او د دوام هیله یې وکړه.

قاري بدرالدين له ځوانانو څخه وغوښتل، چې په دي ولایت کې دې خپلو پوهنېزو او فرهنګي فعاليتونو ته دوام ورکړي، پروګرامونه دي ترسره او وخت پر وخت دي مشاعرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې یادو زده کونکو ته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د سرپرست رئیس ښاغلي قاري بدرالدين له خوا ګڼ شمیر قلمونه او کتابچې او امارتي جنتریاني هم د ډالۍ په توګه ورکړلې شوې.