په فراه ولایت کې د (UNHCR) نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ له    ۷۵   جنګځپلو کورنیو سره  مرسته وکړه

نن په فراه ولایت کې د( UNHCR)نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ له خوا، د ارا (ARAA) دفتر په مرسته په داسې حال کې، چې د فراه ولایت، کډوالو چارو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي تندر عثماني صاحب هم ګډون درلود، د دې ولایت له ۷۵ هغو اړمنو او جنګځپلو کورنیو سره، چې د جګړو له کبله، کډوالۍ […]

نن په فراه ولایت کې د( UNHCR)نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ له خوا، د ارا (ARAA) دفتر په مرسته په داسې حال کې، چې د فراه ولایت، کډوالو چارو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي تندر عثماني صاحب هم ګډون درلود، د دې ولایت له ۷۵ هغو اړمنو او جنګځپلو کورنیو سره، چې د جګړو له کبله، کډوالۍ ته اړې شوې وي، د اړتیا وړ اوه قلمه ژمنیو کورنیو توکو، ۳ کمپلو، ۱ ستل، ګاز، ۲ ټاټونو(پراشوټونو)، بوشکو او د اشپزخانې د یو لړ لوازمو مرسته وشوه.

فراه ولایت، د کډوالو چارو رئیس ښاغلي تندر عثماني صاحب د یادو مرستو د ویشلو پر وخت وویل؛ چې زموږ نننۍ مرستې د هغو کډوالو لپاره دي، چې واقعا غریب او کډه شوي دي، ده همدارنګه له بې وزلو او مرستو وړونکو کسانو څخه وغوښتل، هر هغه څوک چې مرستې وړي یا سروې شوي وي او یا هم په راتلونکې کې مرستې ورسره کېږي، باید له پوره زغم او صبر څخه کار واخلئ.