په فراه ولایت کې د ۹ دینې مدرسو، څه باندې ۱۴۹ فارغ العلمو د بګړۍ تړلو ګډه فراغت غونډه ترسره شوه.

    د فراه ولایت، په مرکزي عیدګاه جامع مسجد کې د حضرت ابوبکر الصدیق، فیض القرآن، امام البخاري، اقراالقرآن، تعلیم القرآن، بدرالعلوم، اشرف العلوم، تجویدالقرآن او حضرت حفصه له دینې مدرسو څخه څه باندې ۱۴۹ تنو فارغو مفتیانو، مولویانو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو ګډه فراغت غونډه.   نن  د فراه ولایت، په […]

 

 

د فراه ولایت، په مرکزي عیدګاه جامع مسجد کې د حضرت ابوبکر الصدیق، فیض القرآن، امام البخاري، اقراالقرآن، تعلیم القرآن، بدرالعلوم، اشرف العلوم، تجویدالقرآن او حضرت حفصه له دینې مدرسو څخه څه باندې ۱۴۹ تنو فارغو مفتیانو، مولویانو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو ګډه فراغت غونډه.

 

نن  د فراه ولایت، په مرکزي عیدګاه مسجد کې له نهو (۹) دینې مدرسو څخه د فارغ العلمو د بګړۍ تړلو او فراغت په غونډه کې، د دوی د هڅونې، ستایلو او درنښت په پار، د دې ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب، ملکي او نظامي مسؤلینو په ګډون، له لریو پرتو سیمو څخه راغلو میلمنو شیخانو، علماء کرامو، د مدرسو استادانو، مخورو، ملکي وګړو، خبریالانو او ځوانانو ګډون درلود.

 

غونډې کې د علماء کرامو له بیانونو او تقریرونو څخه وروسته، د یادو مدرسو د ۲۴ ښځینه مولویانو فارغ العلمو په ګډون، ۱۱ تنو فاضيلانواومفتیانو، ۱۱۴ حافظانو او قاریانو د فراغت بګړۍ وتړلې او د فراغت سند یې ترلاسه کړل.