په فراه ولایت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر له خوا د دې ولایت له ګڼو اړمنو کورنیو سره (۱۰۰۰) بوجیو غنمو مرسته.

  نن په فراه ولایت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د وزیر مولوي صاحب خلیل الرحمن “حقاني” له خوا، په داسې حال کې، چې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي جهادیار، کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، رئیس مولوي صاحب تندر عثماني، خبریالانو او ګڼو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود، د دې ولایت له […]

 

نن په فراه ولایت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د وزیر مولوي صاحب خلیل الرحمن “حقاني” له خوا، په داسې حال کې، چې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي جهادیار، کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، رئیس مولوي صاحب تندر عثماني، خبریالانو او ګڼو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود، د دې ولایت له یو شمیر اړمنو کورنیو سره د (۱۰۰۰) بوجیو غنمو مرسته وشوه.

پاته دي نه وي، چې د غنمو په نننۍ ویشنه کې ښاغلي وزیر صاحب “حقاني”، د دې ولایت د راغلو اړمنو او بیوزلو کورنیو له پنځه سوه میرمنو اونارېنوو سره، د کرایې په پار (۵۰۰) افغانۍ نقدي مرسته هم وکړه