نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
(۱) ۱۴۴۳/۷/۶ تیره ورځ په فراه ولایت کې د کرهڼې، اوبو لګولو او مال.دارۍ ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي فیصل صاحب له خوا، د دې ولایت بزګرانو، ښاري وګړو او ولایتي دولتي رسمي ادارو ته د نیالګیو د ویش او ورکړې لړۍ پیل شوه. د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالمؤمين […]
(۱) ۱۴۴۳/۷/۶
تیره ورځ په فراه ولایت کې د کرهڼې، اوبو لګولو او مال.دارۍ ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي فیصل صاحب له خوا، د دې ولایت بزګرانو، ښاري وګړو او ولایتي دولتي رسمي ادارو ته د نیالګیو د ویش او ورکړې لړۍ پیل شوه.
د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالمؤمين فيصل د نیالګیو د ویش پر وخت باختر خبري آژانس ته وویل، چې سږ کال زموږ د ریاست په دي بڼ کې ټولټال یو لک (۱۰۰۰۰۰) کوچني او غټ نیالګي شته، چې له ډلې یې خلکو، بزګرانو او ولایتي دولتي رسمي ادارو ته شاوخوا اووه شپیته زره (۶۷۰۰۰) د ویشلو وړ نیالګي لرو، ده وویل، چې په دي نیالګیو کې د توتو، ناجوګانو، زردالو او نورو میوه لرونکو ونو ونې شته، چې د دوی ویشل مو نن په رسمي توګه سره پرانېستل.
ښاغلي فیصل ټولو بزګرانو، ښاري وګړو او نورو هیوادوالو ته د غوښتنې او هیلې په توګه وویل، چې راشئ د هیواد، سیمې، چاپیریال او ښار په ودانولو، ښایسته کولو، سمسورتیا او ښیرازۍ کې راسره څنګ پر څنګ ونډه واخلئ، ده همدارنګه زیاته کړه، چې د دې نیالګیو د ساتنې په برخه کې ستاسو رغنده ونډه او برخه اخیستل به د دې وړ وګرځي، چې زموږ نیالګي خوندي او د چاپیریال لپاره ګټور تمام شي، ځکه چې پر دي نیالګیو موږ بې ساري لګښتونه کړي دي، د دوی د ودې او ساتنې لپاره مو کیمیاوي کودونه، سولران، تیل، چوپړوال پرسونل، مسلکي کسان او انجینرانو روزلي دي.
ښاغلي مولوي صاحب فیصل د خپلو خبرو په اخیرنۍ شیبو کې وویل، چې هر څوک باید د خپل وس، توان او روزنې اړوند نیالګي یوسي، څومره چې ساتلی شي د هغومره وړاندیز دي وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.