په فراه ولایت کې د څو دینې مدرسو د سلو (۱۰۰) تنو د فارغ العلمو د فراغت او بګړۍ تړلو ګډه شانداره غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د فراه ولایت، په مرکزي مسجد جامع کې د دې ولایت له څو مشهورو دینې مدرسو څخه د څه باندې سلو (۱۰۰) تنو فارغو مولویانو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو د ګډ فراغت په مناسبت جوړه شوې وه. په غونډه کې، د فارغ العلمو د هڅونې او ستایلو په موخه، له نیکمرغه […]

یاده غونډه د فراه ولایت، په مرکزي مسجد جامع کې د دې ولایت له څو مشهورو دینې مدرسو څخه د څه باندې سلو (۱۰۰) تنو فارغو مولویانو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو د ګډ فراغت په مناسبت جوړه شوې وه.

په غونډه کې، د فارغ العلمو د هڅونې او ستایلو په موخه، له نیکمرغه له کابل پلازمینې څخه د کډوالو چارو وزارت، ښاغلی وزیر مولوي صاحب خلیل الرحمن “حقاني”، د دې ولایت د ځینو ریاستونو رئیسانو، ملکي او نظامي مسؤلینو په ګډون، له بیلا بېلو سیمو څخه راغلو میلمنو، علماء کرامو، د مدرسو استادانو، مخورو، ملکي وګړو، خبریالانو او یو شمیر ځوانانو ګډون درلود.

غونډې ته لومړی د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، رئیس مولوي عبدالغفار “رحماني”او ده ولايت مرستیال والي جهاد يار او ګڼو علماء کرامو خپلې ارزښتناکې ویناوې وکړي.

ورپسې له پلازمینې څخه راغلي درانه میلمه او د کډوالو چارو وزارت، وزیر ښاغلي مولوي صاحب خلیل الرحمن “حقاني” وینا وکړه، ده لومړی ټولو فارغینو، د دوی اسلام پالو، دین پالو، هیوادپالو پلرونو او کورنیو ته د فراغت او د دې ستر مسؤلیت مرغښک (مبارکې) واوروله.

ښاغلي وزیر صاحب د مسلمانانو، ټولنې او په ټوله کې د درنو هیوادوالو تر منځ د یووالي په اړه وینا وکړه او وې ویل، چې دا یو روښانه حقیقت دی، که په یوه ټولنه کې یووالی، زړه سوی او اړوند (متقابل) درناوی شتون ولري، نو د هغې ټولنې د پرمختګ لویه شتمنې په برخه کیږی، که چیري نفاق او بدمرغې پرې برلاسي وي، نو کینه، کرکه او ځان ځاني رامنځ ته کېږي، رښتینولي او ورور ولي له منځه ځي، د وګړو ترمنځ سالمې اړیکې په بدبینۍ او بدنیتۍ بدلېږي، چې په خواشینۍ سره زمونږ د ټولنې ځینې کسان ددې شومې او کرغیړنې مفکورې خاوندان دي، ده همدارنګه زیاته کړه، چې د دې کړیدلي او ځوریدلي ولس لپاره په کار ده، چې سره یو موټی شي، ترڅو ځان، هیواد او خپل راتلونکی په ښه توګه سمبال کړي.

د ټولو ویناوالو له تقریرونو څخه وروسته، د یادو مدرسو سلو تنو فارغ العلمو ته د فراغت د ویاړ بګړۍ ور تړل، سند، ستاینلیکونه او همدارنګه هر یو تن فارغ ته د کډوالو چارو د وزیر “حقاني” له خوا د ستاینې او هڅونې په موخه (۱۰۰۰) افغانۍ هم ورکړلې شوې.