په فراه ولایت کې د میشتو توریستي شرکتونو له مسؤلینو او مرستیالانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د چارسمبال رئیس ناسته.

فراه: په یاده ناسته کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارسمبال رئیس ښاغلي قاري صاحب بدرالدین، د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، د باختر خبري آژانس عمومي مدیر ښاغلي عبدالباقي “همت” او د توریستي شرکتونو مسؤلینو او مرستیالانو ګډون کړی وو. ناستې ته لومړی د توریستي شرکتونو مسؤلین او مرستیالان […]

فراه:

په یاده ناسته کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارسمبال رئیس ښاغلي قاري صاحب بدرالدین، د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، د باختر خبري آژانس عمومي مدیر ښاغلي عبدالباقي “همت” او د توریستي شرکتونو مسؤلینو او مرستیالانو ګډون کړی وو.

ناستې ته لومړی د توریستي شرکتونو مسؤلین او مرستیالان ور وپېژندل شول، ورپسې دوی خپلې توریستي، مالي، جوازي، همدارنګه ګاونډي هیواد ایران ته د څو ورځني قراردادي او ننداري سفر په اړه بیلا بېلې ستونزې او خنډونه شریک کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، چارسمبال رئیس ښاغلي قاري صاحب بدرالدین د توریستي شرکتونو مسؤلینو او مرستیالانو ته له ښه راغلاست سره سم د دوی هر اړخیزې ستونزې واوریدې.

ښاغلي بدرالدین د جواز پر اخیستلو باندې ټینګار وکړل، ده په فراه ولایت کې د ټولو میشتو توریستي شرکتونو مسؤلینو ته د جواز اخیستلو په پار یوازې او يوازې شل ورځې وخت ور کړل او ورته یې وویل، چې په دي ورځو باید تاسو ټول خپل جوازونه ترلاسه کړئ، چې د نه اخیستلو په صورت کې به ستاسو شرکتونه وتړل شي.