نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه: په فراه ولایت کې د غضنفر روغتیايي علومو انستيتيوت د خپل ۳۳ مې دورې فارغينو د فراغت جشن ولمانځل. د غضنفر د روغتيايي علومو د فارغانينو د فراغت په غونډه کې د فراه د عامې روغتيا سرپرست مولوي مزمل، د غضنفر روغتيايي علومو انستيتوت آمر او د بريا د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ مسوول […]
فراه:
په فراه ولایت کې د غضنفر روغتیايي علومو انستيتيوت د خپل ۳۳ مې دورې فارغينو د فراغت جشن ولمانځل.
د غضنفر د روغتيايي علومو د فارغانينو د فراغت په غونډه کې د فراه د عامې روغتيا سرپرست مولوي مزمل، د غضنفر روغتيايي علومو انستيتوت آمر او د بريا د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ مسوول ډاکتر مهتاب الدين نورزي، د فراه د محلي ادارې ځينې مسوولين او د فارغينو د لسګونو کورنيو غړيو حضور درلودل.
په پيل کې د کلام الله د څو آیتونو له تلاوت څخه وروسته، د دغه ولايت د غضنفر روغتيايي علومو د انسټيټيوټ آمر ډاکټر مهتاب الدين نورزي وويل: د فراه ولايت د غضنفر د روغتيايي علومو له څانګې څخه ٤٣ تنه نارينه او ښځينه له درې کلو زده کړو وروسته فارغ شول.
هغه زیاته کړه؛ په هرصورت، موجوده ستونزو تحصيلي مودېه لږ اوږده کړه، خو هغه ډېر خوښي وښوده چې دا شمېر د طب په برخه کې فراهي ټولنې ته ستر بريا او قوت وربخښي.
ښاغلي نورزي همداراز زیاته کړه چې په نننۍ نړۍ کې د طب د پرمختګ یوازینۍ لار له نړۍ او سیمې سره د طبي علومو د پرمختګ په برخه کې سیالي ده. خو هغه په خواشینۍ سره وویل چې نن ورځ زموږ په هیواد کې د نرسانو شمیر د سیمې د هیوادونو په پرتله کم دی. هغه وويل، زموږ په هېواد کې د هرو ٢٥ تنو لپاره يوه نرس استخدامېږي، په داسې حال کې چې په ګاونډيو هېوادونو کې د هرو ١٥ تنو لپاره يوه نرس فعاليت کوي. د غونډې په وروستیو شيبو کې د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو هم دغو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې په هرځای کې چې د کار زمینه ورته مناسبه وي، له پامه دې نه غورځوي. دغو مسوولينو زیاته کړه؛ په هېواد کې د نرسانو د فعالیتونو پر وړاندې هېڅ ډول امنیتي ګواښ نشته، نو له دا ښه فرصت دى چې هر فارغ کولای شي د ټولنې د خدمت لپاره طبي فعالیتونه ترسره کړي.
په پای کې د دغو مراسمو فارغانو ته د حاضرو مسوولینو له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول او فراغت غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
باید وویل شي، چې په فراه کې د غضنفر دولتي صحي علومو انستیتیوت ترڅنګ د لمر او بریا په نوم دوه نور انستیتیوتونه هم د نرسنګ، فارمسي، انستیزي او قابلګي په برخو کې فعالیت کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.