په فراه ولایت کې د دوه کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه بدې(دښمني) په دوستۍ بدله شوه

د غلام محي الدین او عبدالطیف کورنیو او همدارنګه د نصرالله او قدرت الله کورنيو له تیرو شلو (۲۰) کلونو راهیسې دښمني درلوده، چې د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالغفار “رحماني”، د خاکسفید والسوالي والسوال ښاغلي عدالت صاحب، حاجی  امین الله “اخند زاده”، سعید مولوي صاحب، […]

د غلام محي الدین او عبدالطیف کورنیو او همدارنګه د نصرالله او قدرت الله کورنيو له تیرو شلو (۲۰) کلونو راهیسې دښمني درلوده، چې د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالغفار “رحماني”، د خاکسفید والسوالي والسوال ښاغلي عدالت صاحب، حاجی  امین الله “اخند زاده”، سعید مولوي صاحب، قومي مشرانو او یو شمیر دیني عالمانو په منځګړیتوب دغه دښمني د پنځه لکه افغانیو، ځمکې او یو دانه باغ، چې غلام محی الدین ته به یې ورکوي، چې ترمنځ یې درې (۳) مړي شوي وه، نن په دوستۍ بدله شوه.

د جرګې او مرکې په دې لویه غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي رحماني صاحب وویل: د دې دواړو کورنیو ترمنځ بدې (دښمني) چي تر قتلونو پورې رسیدلې وه، د اسلامي دود او ارزښتونو له مخي حل شوه او نور دواړې خواوې دښمنان نه بلکه د یو بل دوستان دي.

د غلام محي الدین اوعبدالطیف د کورنیو په استازیتوب غلام محي الدین او د نصرالله او قدرت الله د کورنیو

په استازیتوب نصرالله خبرې وکړې، او نور يې د تل لپاره دا دښمني په دوستۍ بدله وبلله.

جرګه کې ګڼ شمیر نورو قومي مشرانو هم ویناوې وکړي او د یادو کورنیو ترمنځ يې روغه جوړه خیر او برکت وباله.

د یادوني وړ ده، چې فراه کې لا هم د جرګو او مرکو دود ژوندی دی او هر وخت دغسي دښمنۍ او تاوتریخوالي د مرکو او جرګو له لارې حل شوي دي.