په فراه ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش او نوم لیکنې بهیر د دغه ولايت اسلامي امارت مسٶلينو لخوا پيل او پرانیستل شو.

  د الکترونیکي تذکرو د ثبت او ويشلو پروسې د پرانیستې په مراسمو کې د فراه ولايت مرستیال والي حاجي مولوي عبدالکریم جهادیار، دولايت مقام مالي او اداري رئیس جامي صاحب د فراه د نفوسو او احوالو د ثبت رئیس رحمت الله فطرت او د ياد رياست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو. د فراه […]

 

د الکترونیکي تذکرو د ثبت او ويشلو پروسې د پرانیستې په مراسمو کې د فراه ولايت مرستیال والي حاجي مولوي عبدالکریم جهادیار، دولايت مقام مالي او اداري رئیس جامي صاحب د فراه د نفوسو او احوالو د ثبت رئیس رحمت الله فطرت او د ياد رياست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د فراه مرستيال والي د برېښنايي پېژندپاڼو د نوم ليکنې د پروسې د پرانېستې پر مهال په دغه ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ثبت مرکز له پرانېستلو او د پخوا په څېر يې د پروسې له پيلېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: د دغه مرکز په فعاليت سره د همدې ولايت ۳۰۰ اوسېدونکي نوم ليکنه او بايومتريک ثبت به ترسره شي. هغه زياته کړه چې دا پروسه به په نږدې راتلونکي کې نوره هم چټکه شي.
نوموړي يادونه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د نورو برېښنايي پېژندپاڼو د ثبت مرکزونه هم په فعاليت پيل وکړي او هره ورځ به سلګونه برېښنايي تذکرې ووېشل شي.
بل خوا د فراه اوسېدونکي په دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د ثبتولو د مرکز له پرانېستلو خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغه تذکرو په ترلاسه کولو سره کولای شي خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي او د قانوني کار لپاره بهر ته سفر وکړي.