نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې دولس(۱۲) تنه د بیلا بېلو جنایي جرمونو په تور د فراه ولایت د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د فراه ولایت د امنیتي او کشفي ځواکونه په ګډه همغږۍ په دې وتوانیدل چې دولس(۱۲) تنه د موټر او موټرسايکل غلا، د تليفون غلا، د وسلو […]
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې دولس(۱۲) تنه د بیلا بېلو جنایي جرمونو په تور د فراه ولایت د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د فراه ولایت د امنیتي او کشفي ځواکونه په ګډه همغږۍ په دې وتوانیدل چې دولس(۱۲) تنه د موټر او موټرسايکل غلا، د تليفون غلا، د وسلو لېږد او بې حيايۍ (لواطت) په تورونو باندې تورن کسان نیولي دي، چې ټولو تورنو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له دوی څخه يو عراده لوکسل موټر، پنځه عراده موټر سایکل، يوه تفنګچه، يو د شپې دوربین او يو ټېلېفون د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د فراه امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د دولس(۱۲) تنو نسبتي دوسیې تر څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارلې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.