نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت د ښاروالي ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر”خادم” صاحب په مشرۍ له ملي سوداګرو سره مشورتي ناسته ترسره شوه په دي ناسته کې، د ولایت ګڼو ملي سوداګرو ګډون کړی وو، یاده ناسته د ښاروالۍ ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په ناسته کې د وروستیو بدلونونو او په ښار کې […]
فراه ولایت د ښاروالي ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر”خادم” صاحب په مشرۍ له ملي سوداګرو سره مشورتي ناسته ترسره شوه په دي ناسته کې، د ولایت ګڼو ملي سوداګرو ګډون کړی وو، یاده ناسته د ښاروالۍ ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په ناسته کې د وروستیو بدلونونو او په ښار کې د سوداګرو او هټۍ والو له خوا د خوراکي او غیري خوراکي توکو د بیو لوړوالي په هکله خبرې اترې ترسره شوې.
ښاغلي خادم له ملي سوداګرو څخه وغوښتل، چې د خوراکي او غیري خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په پار دې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو په دي ترینګلي حالت کې سوداګریزې په ځانګړې توګه د
دې کړېدلي ولس ستونزې په اساسي ډول حل شي.
د ناستې ټولو ګډونوالو سوداګرو په دې هکله د عملي همکارۍ ډاډ ورکړ او ټول په یوه ټاکلې وړ نرخنامې باندې توافق ته ورسیدل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.