نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ سه شنبه یاد ولایت د اسلامي تمدن د ثقافت د غونډو په تالار کې چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په مشرۍ ترتیب شوې وه نن د کب یا “حوت” لسمه له امریکایي زبر ځواکونو څخه د هېواد د خپلواکۍ او د اشغال د خاتمې تړون د […]
نن ورځ سه شنبه یاد ولایت د اسلامي تمدن د ثقافت د غونډو په تالار کې چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په مشرۍ ترتیب شوې وه نن د کب یا “حوت” لسمه له امریکایي زبر ځواکونو څخه د هېواد د خپلواکۍ او د اشغال د خاتمې تړون د لاسلیک ورځ د دې ولایت چارواکو او ولسونو له لوري په یو لړ مراسمو سره ونمانځل شوه، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې دغزني ، مرستیال والي مولوي سید محمدحنیف
(عباده) د ۲۰۳ منصوري قول اردو ددرېیمې محمدي لواء مسؤل مولوي محمد اصف ( ذاکر) دهېواد دپوهنې او روزنې وزارت مرستیال شیخ القران والحدیث مولوي سید احمد ( شهیدخیل ) د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او استازو، دیني علماوو، قومي مخورو محصلینو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه لرله.
په پیل کې دغزني مرستیال والي دې ویاړلې ورځې مبارکي ټولو مجاهدینو او ولسونو ته وویله او زیاته یې کړه: چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو د سرښیندنو، قربانیو پایله وه، چې د امریکا او ورسره ښکېل غربي هېوادونو زبر ځواکونه یې دې ته اړ کړل، چې د مذاکراتو مېز ته په ګونډو شي او په بې شرمانه ډول له هېواد څخه ووځي.
همدا شان جیدو علماء کرامو مسؤلینو دغونډې ګډونوالو ته ارزښتناکه خبرې وکړې
له هغه وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست تیاتر مدیریت د امیل صیب په مشرۍ یوه تمثيلي ټوټه چې عنوان یې خارج ته مه ځئ عمومې عفوه دی هم ترسره شوه
په دې مراسیمو کې د ورزش په برخه کې ګڼو ځوانانو او تنکیو ماشومانو د ووشو او اسکت نمایشات نندارې ته وړاندې کړل ، غونډه په دعا یه سره پای ته ورسېده،
۱۴۴۳/۷/۲۸
۱۴۰۰/۱۲/۱۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.