نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) یادو اوو ۷ پروژو کښي د کانالونو پخول او پاککاري، د پُلچکونو جوړول او ددې ترڅنګ د کلیو د سړکانو جوړول شامل دي، چي د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په چوکاټ کي او ددې ریاست سره په ګډه د «UNOPS» یا د ملګرو ملتونو د پروژو دفتر په مالي ملاتړ […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) یادو اوو ۷ پروژو کښي د کانالونو پخول او پاککاري، د پُلچکونو جوړول او ددې ترڅنګ د کلیو د سړکانو جوړول شامل دي، چي د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په چوکاټ کي او ددې ریاست سره په ګډه د «UNOPS» یا د ملګرو ملتونو د پروژو دفتر په مالي ملاتړ او د CHA په همکارۍ په یاده ولسوالي کي پیل سوې، چي د پيل په مراسمو کښی یې د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس حاجي ملاعبدالجبار حکمت او د لوړ او کښته شاهولیکوټ ولسوال صاحبانو او د یادو موسسو استازو هم حضور درلود.
د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت وویل؛ چی یادي پروژې به د شاه ولیکوټ ولسوالۍ تر هر کلي پوري ورسیږي او د هر کلي لپاره به د هغه کلي د اړتیاوو مطابق پروژې انتخاب او تطبیق سي، چي په خبره یې؛ په راتلونکو ۱۸ میاشتو کښي به په شاهولیکوټ ولسوالۍ کي شا وخوا ۲۰۰ پرمختیايي پروژې تطبیق سي او ددې پروژو د تطبیق په برخه کي به د کلیو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.