په شاجوی کې د صفوفو د تصفیې د کمېسیون تر منځ غونډه وشوه

نن د زابل په شاجوی ولسوالي کې د قومندان عبدالغفار په ګډون د صفوفو د تصفیې د کمیسون ټولو غړو، او د ورسره راغلي هیئت او د ولایت د نماینده حیدر مولوي او د استخباراتو د معاون قاري عبدالغفور او د شاجوی ولسوالي د ټولو ادارو مسولینو تر منځ غونډه وشوه. به غونډه کې د […]

نن د زابل په شاجوی ولسوالي کې د قومندان عبدالغفار په ګډون د صفوفو د تصفیې د کمیسون ټولو غړو، او د ورسره راغلي هیئت او د ولایت د نماینده حیدر مولوي او د استخباراتو د معاون قاري عبدالغفور او د شاجوی ولسوالي د ټولو ادارو مسولینو تر منځ غونډه وشوه.
به غونډه کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون غړو پرڅو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې هغوئ د غونډې ګډونوالوته وویل.
(۱) زموږ د صفوفو د تصفیې د کمېسیون اصلي هدف دا دی، څوک چې د ولس د ناراضۍ سبب ګرزي او یا هم د تېر نظام فاسد کسان په دې پاک صف کې پاتې وي، د هغوئ تصفیه کوو نه غواړو چې ولس وزروي او ستونزې ورته جوړې کړي.
(۲) زموږ سره به د صفوفو په تصفیه کې پوره همکاري کوئ، خدای دې وکړي چي د هیواد په هر اورګان او هر ولایت او هر ځای کې وي چې تاسو یې په اړه پوره اسناد ولرئ زموږ سره یې شریکوئ، موږ به ی په اړه اقدام کوو.
(۳) دې ولس زموږ سره ډیرې نېکۍ کړې دي د ولس ډېر خیال وساتئ په خپله غېږ کې ځای ورکړئ ولس تر ګرېوان نه بلکې ترلمن ونیسئ.
(۴) د تصفیې کمېسیون د چا د توهینولو لپاره نه دی او نه هم د یو مجاهد د بې عزتۍ لپاره جوړ شوی دی بلکې دا ده مجاهدینو د وقار ساتلو او د دې ولس د شه خدمت لپاره جوړ دی.