په سنګین ولسوالۍ کې ناچاوده زړې مرمۍ مرګ ژوبله واړول:

  نن دوشنبه  سهار شاوخوا لس بجې د سنګین ولسوالۍ پترکو غونډۍ ته څېرمه ناچاوده مرمۍ یو ماشوم شهید او یو بل ماشوم زخمي کړ. د باختر اژانس د خبریال د معلوماتو پر اساس چې یاده پېښه هغه وخت رامنځته سول چې یادو ماشومانو ناچاودي مرمۍ ته ټکان ورکړ او چاودنه یې وکړل. د سنګین […]

 

نن دوشنبه  سهار شاوخوا لس بجې د سنګین ولسوالۍ پترکو غونډۍ ته څېرمه ناچاوده مرمۍ یو ماشوم شهید او یو بل ماشوم زخمي کړ.
د باختر اژانس د خبریال د معلوماتو پر اساس چې یاده پېښه هغه وخت رامنځته سول چې یادو ماشومانو ناچاودي مرمۍ ته ټکان ورکړ او چاودنه یې وکړل.

د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي د ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړل چې د ناچاوده مهماتو د پاکولو په برخه کې د ماشومانو د ژوند ژغورلو او له دغه خطر څخه د لیري کولو په هدف اقدامات تر سره کړي.

د یادوني وړ ده چې د هلمند ولایتي مسؤلینو د هلمند د اوسیدونکو غوښتنه کړې ده چې  شکمنو شیانو په پیدا کیدو سره دي امنیتي مسؤلینو ته خبر ورکړي.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۶ هــ ق