نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د شعبان۱۸ مه / د وری ۱ مه د نیمروز امنیه قومندانۍ د کشفي او استخباراتی ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې ۲۹ میله بېلابېل ډوله وسلې نیول سوي دي. د نيمروز ولايت امنيه قومندان الحاج سردار محمد “ايوبي” په مطبوعاتي ناسته کې باختر آژانس ته وويل: د نیمروز ولایت د امنیه […]
زرنج، د شعبان۱۸ مه / د وری ۱ مه
د نیمروز امنیه قومندانۍ د کشفي او استخباراتی ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې ۲۹ میله بېلابېل ډوله وسلې نیول سوي دي.
د نيمروز ولايت امنيه قومندان الحاج سردار محمد “ايوبي” په مطبوعاتي ناسته کې باختر آژانس ته وويل: د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ کشفي او استخباراتي منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې ۲۹ میله بېلابېل ډوله وسلې، چې پکې ۴ میله جي سي ، ۹ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله راکټونه، ۱۲ میله تفنګچې او ۱ میل پیکا(ثقیل) شامل دي؛ کشف او ضبط سوي دي.
ښاغلي ایوبي د بېلابېلو وسلو د کشف او ضبط په برخه کې د خلګو له همکارۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، له خلکو وغوښتل، چې دوامداره همکارۍ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت د چهار برجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلو یوه ډیپو کشف او ضبط سوی ؤ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.