نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د (۱۵۰) ننو فراغت غونډه نن د زابل په ولايت کې تر سره شوه، په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د زابل ولايت د دولتي چارواکو، د هیواد په سطح ديني عالمانو، مشهورو ترانه خوانانو او د دغه ولايت زیات شمير اوسيدونکو په ګډون د قلات د هوشناسي کلي د کرکټ په […]
د (۱۵۰) ننو فراغت غونډه نن د زابل په ولايت کې تر سره شوه، په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د زابل ولايت د دولتي چارواکو، د هیواد په سطح ديني عالمانو، مشهورو ترانه خوانانو او د دغه ولايت زیات شمير اوسيدونکو په ګډون د قلات د هوشناسي کلي د کرکټ په ورزشي میدان کې پرځاى شول يو شمير درنو عالمانو د اسلام د مقدس دين د ارشاداتو او د علم د ارزښت په باب خبرې وکړې.
د غونډې ویناوالو ټولو ته د مبارکي تر څنګ له هغو کورنيو څخه مننه وکړه چې خپل اولادونه يې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړل او د خدمت لپاره يې ټولنې ته وړاندې کړل، دوئ په ټولو برخو کې د ديني عالمانو رول ښکاره او اساسي وباله او له عالمانو څخه يې وغوښتل چې له ناپوهۍ او خرافاتو څخه د عامه افکارو دروښانولو، له نظام سره په ملاتړ کې د خلکو د هڅونې او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره اساسي ګامونه واخلي او دخپلو خلګو او هېواد په وړاندې خپل مسؤليت ادا کړي، د غونډې په پای کې فارغینو ته شمس المدارس مدرسې له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.