په زابل کې د حسن قرأت سیالي تر سره شوه

د زابل ولایت د پوهنې ریاست له لوري د حسن قرأت غونډه تر سره شوه، یاده غونډه چې په بادام ګل ماڼۍ کې نیول شوې وه پر مهال يې د دې ریاست رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د سیمې علماء، ګڼ شمیر قاریان او عامو خلګو حضور درلود. په یاده غونډه کې چې (۴۰) تنو […]

د زابل ولایت د پوهنې ریاست له لوري د حسن قرأت غونډه تر سره شوه، یاده غونډه چې په بادام ګل ماڼۍ کې نیول شوې وه پر مهال يې د دې ریاست رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د سیمې علماء، ګڼ شمیر قاریان او عامو خلګو حضور درلود.

په یاده غونډه کې چې (۴۰) تنو قاریانو ګډون کړی وو ښاغلي مولوي محمد عثمان حریت ورته وویل چې دوئ پلان لري تر څو دې ته ورته پروګرامونه د سیرت او وینا په برخه هم پر لاره واچوي.