نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زابل: د زابل ولایت مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د ولایت مقام د داخلي د رئیسانو په شتون کې نن د خیریه موسساتو له مسئولینو او استازو سره وکتل او د دوی د تېرو کړنو راپورونه او نوي پلانونه په اړه یې معلومات ورڅخه تر لاسه کړل . په پیل کې د راغلو خیریه […]
زابل:
د زابل ولایت مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د ولایت مقام د داخلي د رئیسانو په شتون کې نن د خیریه موسساتو له مسئولینو او استازو سره وکتل او د دوی د تېرو کړنو راپورونه او نوي پلانونه په اړه یې معلومات ورڅخه تر لاسه کړل .
په پیل کې د راغلو خیریه موسساتو استازو په ترتیب سره د تیر ۲۰۲۱ کال په جریان کې د تر سره کړیو کړنو او فعالیتونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د تیرکال په جریان کې یې په زابل ولایت کې له لسګونو زرو کورنیو سره بشري مرستې کړې او سلګونو کورنیو ته سرپناوې برابرې شوې او همدارنګه له سلګونو ښوونځیو او لسګونو زرو زده کوونکو سره د قرطاسیې او نورو اړینو توکو مرستې شوې او د روغتیا په برخه کې هم د تېر کال په جریان کې د مرکز کلات او لیرو پرتو سیمو خلکو ته صحي خدمات وړاندې شوي دي .
دوي همدارنګه وویل چې په نوي ۲۰۲۲ کال کې به هم په زابل کې خپل فعالیتونه جاري وساتي له لسګونه زره غریبو او بې وزله کورنیو سره به بشري مرستې وکړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د پوهنې او روغتیا په برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او لیرو پرتو سیمو ته به خپل خدمات ورسوي .
د زابل مرستیال والي حاجي عابد صاحب د راغلو موسساتو د مسئولینو او استازو د تیرو کړنو او پلانونو له اورېدو وروسته وویل چې زابل سختې وچکالۍ او جګړو ځپلی ولایت دی چې اکثره وګړي یې سخت بې وزله او غریبان دي چې د ژمې په روان موسم کې زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري او که مرستې ورسره ونشي د لوی بشري ناورین سره به مخامخ شو .
مرستیال والي همدارنګه د یادو موسساتو له مسئولینو او استازو څخه غوښتنه وکړه چې هر پروګرام دې د ولایت مقام سره په همغږي او مشوره تر سره کوي او هره میاشت دې د ولایت مقام سره د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور شریکوي تر څو ولایت مقام په جریان کې وي او که یادو موسساتو ته د کار په ساحه کې کومه ستونزه پیدا کیږي ولایت مقام به یې ژر تر ژره ورته حلوي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.