نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن په دوحه کي د افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوی امیرخان متقي او مل لوړ پوړي پلاوي د امریکا، اروپایي ټولنې او نورو غربي هیوادونو د سفیرانو او استازو سره په یوه لویه ګډه غونډه کې ګډون وکړ. د افغانستان په اوسنۍ وضعیت، د نورو هیوادونو سره په اړیکو، په افغانستان […]
نن په دوحه کي د افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوی امیرخان متقي او مل لوړ پوړي پلاوي د امریکا، اروپایي ټولنې او نورو غربي هیوادونو د سفیرانو او استازو سره په یوه لویه ګډه غونډه کې ګډون وکړ. د افغانستان په اوسنۍ وضعیت، د نورو هیوادونو سره په اړیکو، په افغانستان کې په روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو د نیمګړو اقتصادي پروژو په بیا پیل او جاري بندیزونو یې تفصیلي خبرې وکړي چې د ټولو ګډون والو توجه یې را جلب کړه. د اسلامي امارت د خارجه چارو وزیر زیاته کړه، د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هیڅ چا په ګټه نه دي، هرو مرو یې ناوړه اثرات په نړۍ پرې وزي، هغه که د امنیت په برخه کې وي او که له افغانستان څخه د اقتصادي مهاجرینو د ورتلو په شکل کې . په افغانستان کې د فشار نسخې کار نه دی ورکړې، راځئ د ښه تعامل او همکارۍ په نسخې کار وکړو. محترم متقي صاحب وویل زمونږ اولیت په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تیرو میاشتو د معاشاتو اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژوبیا پیل کول دي. پدې اړوند د نړیوالو نه غوښتنه کوو چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي ترڅو خیریه بنسټونه موسسات او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي. د غونډۍ ګډونوالو وویل مونږ هم پدې باور یو چې د افغانستان بی ثباتي د چا په ګټه نه ده، البته مونږ ځینې اندیښنې لرو چې هغو ته تاسو توجه وکړئ. دابه زمونږ او تاسې په اړیکو مثبت اثر وکړي. ډیرو ګډونوالو وویل افغانستان سره بشري مرستې یې زیاتې کړې او غواړي چې ددې کال ترپایه پورې یې افغانستان ته ورسوي. همداشان ټول پدې نظر وو چې په راتلونکې کې هم دغه ډول ناستو او تعامل ته دوام ورکړي.
عبدالقهار بلخي د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.