نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) وړمه ورځ د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې په یوه کورکې د مسلح کسانو د شتون را پورونه تر لاسه شول. د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو دوه ځلې د سیمي سپين ږیري ور ولیږل چې مسلح کسان باید خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د بغاوت هڅه ونکړي. خو […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) وړمه ورځ د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې په یوه کورکې د مسلح کسانو د شتون را پورونه تر لاسه شول. د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو دوه ځلې د سیمي سپين ږیري ور ولیږل چې مسلح کسان باید خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د بغاوت هڅه ونکړي. خو له مکررو هڅو سره سره بغاوتکونکو د وسلې له غورځولو انکار وکړ. وروسته امنیتي ځواکونه اړ شول چې دغه ځای ته داخل شي چې له غبرګون سره مخ شول یو تن شهید او ۲ نور ټپيان شول. بیا امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ چې له امله يې ۹ تنه مسلح کسان ووژل شول او ۴ تنه په متقابلو ډزو کې ټپيان شول. وژل شوي کسان ټول مسلح وو او د بغاوت هڅه يې کوله، نور هلته د ماشومانو وژل کیدل یا کوم بل زیان رسیدل حقیقت نه لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.