نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په خوست کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نن ورځ د آی آر سي موسسې په چوکاټ کې نقدي مرسته تر سره شوه. خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري د آی آر سي موسسې له مرستو او همکاریو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې نن له ۱۹۷ کورنیو سره مرسته […]
په خوست کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نن ورځ د آی آر سي موسسې په چوکاټ کې نقدي مرسته تر سره شوه.
خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري د آی آر سي موسسې له مرستو او همکاریو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې نن له ۱۹۷ کورنیو سره مرسته وکړه.
ښاغلي عمري وویل، د افغانستان ا. ا. ا ژمن دی، چې د داخلي او خارجي موسساتو په همکارۍ به د خپلو زیانمن شویو او بېځایه شویو کورنیو لاسنیوای کوي.
د ولایت والي زیاته کړه،دا هغې داخلي بېځایه شوې کورنۍ دي، چې څو میاشتې وړاندې د جګړې له امله بې ځایه شوي وو، نو مستحقې کورنۍ د ټاکل شوي ګډ هئیت له لورې د سروې وروسته په نښه شوې او نن هرې کورنۍ ته دوه ویشت زره افغانۍ د هئیت په حضور کې په شفاف ډول ورکول کیږي.
د آی آر سي موسسې یو تن مسؤل ګلاب شاه ځدراڼ پخپلو خبرو کې وویل، چې آی آر سي یوه بېطرفه، غېر سیاسي موسسه ده، چې بېوزلو خلکو، داخلي بېځایه شویو کورنیو او سیلاب ځپلو سره کومک کوي، ډاډ یې ورکړ، چې په پوره شفافه او بې توپیره توګه به خلکو سره همکاري او کومک کوي.
۱۱/۱۰/۲۰۲۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.