نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن دهلمند ولایت دخانشین ولسوالۍ اړوند د ملخان په علاقه کي د ( المدرسه دارالعلوم العربیه ) څخه دقاریانو صاحبانو دفراغت په مناسبت شانداره جلسه تر سره سوه. په یاده جلسه کی زیات شمیر دینی عالمانو، مجاهدینو، نعت خوانانو، مسؤلینو، اوعامو مسلمانانو ګډون کړی وو. د جلسې پیل د قرانکریم د […]
نن دهلمند ولایت دخانشین ولسوالۍ اړوند د ملخان په علاقه کي د ( المدرسه دارالعلوم العربیه ) څخه دقاریانو صاحبانو دفراغت په مناسبت شانداره جلسه تر سره سوه.
په یاده جلسه کی زیات شمیر دینی عالمانو، مجاهدینو، نعت خوانانو، مسؤلینو، اوعامو مسلمانانو ګډون کړی وو.
د جلسې پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته څو تنو دیني عالمانو هر یوه په خپل وار سره ددیني علم د فضائلو او احکامو په اړه مفصلي او ارزښتناکه ویناوي وکړې همدا راز یې ددیني علم د زده کړي پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې او د ټولني وګړي یې تشویق کړه چی خپل اولادونه دیني مدارسو ته ولیږي ترڅو د دین او هیواد لپاره دخدمت مصدر سي.
دجلسی په بهیر کی د نعت خوانانو له خوا خوږې ترانې زمزمه کېدې چی د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وسو.
دجلسې په ورورستیو کی فارغ سوو کسانوته د فراغت اسناد ورکړل سوه او د ویاړ بګړۍ ور پر سر سوې.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.