نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: سه شنبه ۸/۸/۱۴۰۳مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک […]
الاماره: سه شنبه ۸/۸/۱۴۰۳مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولين وایي، دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کې نیول شوی دی. د سيمنټو د دغه تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.