په جنوب لویديځه حوزه کي د يوناما استازي د کندهار د اطلاعات او کلتور له رئیس سره وکتل.

    د دوشنبې په ورځ په جنوب لويديځه حوزه کي د یوناما استازي “ډرووائټ” او د بشري حقونو په برخه کي د فعالو موسيسو استازو “بانولوکا” او “نو ويل” د کندهار  اطلاعات او کلتور رياست ته راغلي ول او دلته ئې د اطلاعات او کلتور له رئیس مولوي نور احمد سعید سره لیدنه ترسره […]

 

 

د دوشنبې په ورځ په جنوب لويديځه حوزه کي د یوناما استازي “ډرووائټ” او د بشري حقونو په برخه کي د فعالو موسيسو استازو “بانولوکا” او “نو ويل” د کندهار  اطلاعات او کلتور رياست ته راغلي ول او دلته ئې د اطلاعات او کلتور له رئیس مولوي نور احمد سعید سره لیدنه ترسره کړه.

 

په جنوب لویديځه حوزه کي د يوناما استازي “ډرووائټ” د خپلو خبرو په شروع کي وویل، چي په جنوب لويديڅه حوزه کي ئې بيرته د مخکي په څېر فعاليتونه شروع کړي دي.

د نوموړي په خبره ټول هغه موسیسات، چي د یوناما تر چتر لاندي فعالیت لري، په عادي شکل ئې کارونه دوام لري او اوس مهال د بشري مرستو، روغتيايي مرستو، د مهاجرینو سره کمکونه او نورو ورته برخو کي کارونه ترسره کوي.

 

د یوناما استازی او د بشري حقونو د دفاع کوونکو موسیسو استازي د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست پر فعالیتونو هم وږغېدل، د اطلاعات او کلتور رياست پر اداري چوکاټ، مسئولیتونو او لاسته راوړنو هم بحث وسو.

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعيد په کندهار کي د موجوده تاريخي ابدو او تاريخي اثارو په اړه هر اړخيز معلومات شریک کړل، د تاريخي ابدو او تاريخي اثارو پر قدامت وږغېد او هم ئې ارزښت بیان کړ.

نوموړي زیاته کړه، چي کندهار د افغانستان یو تاريخي ولايت دئ، له دې ځايه ستري امپراتورۍ را پيل سوي او پر ډېرو سیمو ئې راج چلولی.

ښاغلي سعید د خپلو خبرو په دوام وویل، چي کندهار هغه ولايت دئ، چي له دې ځايه د ټوپک سالارۍ او پاټک سالارۍ د له منځه وړلو لومړني اقدامت را پيل سوي او اصلاحات ئې د افغانستان تر هر کونجه پوري ورسول.

د اطلاعات او کلتور رئيس د تېر نظام د توپکيانو پر ظلمونو هم وږغېد، نوموړي د بشري حقونو د مدافع موسیسو استازو ته په خطاب کي وویل، چي دلته زرګونه کسان په شکنجو شهیدان سوي دي، زرګونه اوس هم ورک دي او ځيني، چي ژوندي پاته سوي له ډېرو ظلمونو او شکنجو څخه ئې دماغي تکليفونه پيدا کړي دي.

نوموړی د بهرنیانو پر وحشتونو، ړندو بمباريو او چاپو وهلو هم وږغېد او د افغان ولس سره د هغوی ظلمونه ئې بیان کړل.

 

د یوناما استازی او ورسره ملګري ئې د کندهار په لرغونیتوب او دلته د موجوده تاریخي ابدو او تاريخي اثارو په اړه ډېر خوښ سول او کندهار ئې د افغانستان د زړه په توګه یاد کړ.

دوی به تېر کي دلته د سويو ظلمونو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د پلټنو او سويو ظلمونو د معلومولو یادونه ئې وکړه.

 

د یادولو ده، چي په دې وروستیو کي د ا.ا.ا تر راتګ وروسته د هیواد په کچه لویو موسیساتو او ادارو فعالیتونه شروع کړي او د نړۍ سره د افغانستان اړيکي ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کي دي.