نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت د جنایي پېښو پر وړاندي د مبارزې مدیریت مسولینو نن د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې په مرکز لښکرګاه ښار او بیلابېلو ولسوالیو کې د غصب ، قتل، خپلمنځي جنګ، قاچاق او یو شمېر نورو قضیو په تور څه باندي ۶۶ تنه نیولي دي . دوی همدا […]
د هلمند ولایت د جنایي پېښو پر وړاندي د مبارزې مدیریت مسولینو نن د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې په مرکز لښکرګاه ښار او بیلابېلو ولسوالیو کې د غصب ، قتل، خپلمنځي جنګ، قاچاق او یو شمېر نورو قضیو په تور څه باندي ۶۶ تنه نیولي دي .
دوی همدا راز زیاتوي چې په نهرسراج ، نادعلي ، ګرمسیر او مارجه ولسوالیو کې د بیدارو او ویښو مجاهدینو له لوري د تېرو لسو ورځو په لړ کې ۶۶ تنه مجرمین د غلا ، جنګ ، اختطاف او قتل په تور نیولي دي.
د مسولینو په خبره چې نیول سويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی؛ دوی زیاتوي چې نوموړي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي سوي دي.
د جنایي پیښو پر وړاندي د مبارزې مدیریت د مسولینو په خبره چې په نیول سوي کسانو کې ۲۳ تنه چې په بیلابېلو غلاو تورن وه؛ د یادو غلو سره ۸ دانې بیلابیل موبایلونه، یو موټرسایکل او یو میل توفنچه هم نیول سوي دي.
مسولینو په خبره چې دې ولایت کې یې د جنایي جرمونو د مخنیوي په برخه کې خپله مبارزه پراخه کړې ده.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۶ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.