په بلخ کې د دښمن عملیات ناکام شول، د ۳ قومندانانو په ګډون ۲۹ عسکر او اربکیان ووژل شول

له تیرو پنځو ورځو را په دې خوا د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ چهارسرکه، ثوریان او اختپه سیمو ته مزدور دښمن د عملیاتو په نیت راغلی وو چې د مجاهدینو له کلکو غبرګون سره مخ شو. د عملیاتو په لړ کې دښمن هیڅ پرمختګ ونه کړای شوای بلکې هرځل د تلفاتو په لیدو پر شا […]

له تیرو پنځو ورځو را په دې خوا د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ چهارسرکه، ثوریان او اختپه سیمو ته مزدور دښمن د عملیاتو په نیت راغلی وو چې د مجاهدینو له کلکو غبرګون سره مخ شو.

د عملیاتو په لړ کې دښمن هیڅ پرمختګ ونه کړای شوای بلکې هرځل د تلفاتو په لیدو پر شا وتمبید.

د بریدونو په دوام کې د قومندان الماس او قومندان سرور په ګډون ۱۳ تنه عسکر او اربکیان ووژل شول او د ولسوالۍ د امنیه قومندان ضابط خنجر په ګډون ۱۶ تنه نور يې ټپيان شول.

د جګړې په جریان کې د دښمن یو هاموې ټانک او ۲ عرادې رینجر موټر هم له منځه یوړل شول.

دښمن د تلفاتو په لیدو له سیمو څخه د تيښتې په حال کې دی او له پرونه راهیسې ډيرې پراخه سیمې ترې تصفیه کړل شوې.

په دغو نښتو کې ۲ تنه مجاهدین شهیدان او ۴ نور ټپيان شوي.

مجاهدین په خورا عالي مورال سره د دښمن په وړاندې جګړه پرمخ  وړي او د دښمن پيل شوي عملیات يې له مطلقې ناکامۍ سره مخ کړي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۵/۸/۱۴۳۹هـ ق

۱/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/21م